د نورستان ځنګلونه؛ اورلګېدنه لا هم دوام لری

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۰مه او د مۍ میاشتې ۳۱مه نېټه ده) د نورستان ځایی اوسېدونکی وایی، د نورګرام ولسوالۍ شام درې په ځنګلونو کې اورلګېدنې تر دې مهاله سوونه جریبه ځنګل سوځولی او د پراخېدو په حال کې ده.
د نورستان د اطلاعاتو او کلتور ریاست آمر فضل حق خالقیار پر خپل فیسبوک لیکلی، چې دا اور له څلورو ورځو راهیسې بلېږی.
هغه ویلی چې لومړی بل شوی اور مړ خو له هغې په یو څه واټن کې ځنګل بیا اور اخستی.
خالقیار ټینګار کړی چې د ولایتی چارواکی د اور پر مهارولو بوخت دی: «د ولایت مرستیال شیخ زر محمد حقانی په غوښتنه د ننګرهار اطفایې رئیس حاجی عبدالرشید، خپل ټیم او وسایلو سره شام دره کې د اور په مهارولو مصروف دی».
خالقیار دا هم وایی، چې ښایی اور په قصدی ډول بل شوی وی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.