‏د قوش تپې کانال رغنیزې چارې به ژر بشپړې شی

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۱مه او د جون لومړۍ نېټه ده) د افغانستان د ملی پراختیا شرکت خبر ورکړی، چې د قوش تپې کانال د جوړېدو چارې به له ټاکلې مودې مخکې پای ته ورسېږی.
د ملی پراختیا شرکت مشر عبدالرحمان عطاش اسلامی امارت د رییس الوزرا له سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر سره په لیدلی او دا خبره یې کړې ده.
د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګانی پر خپله ټوېټر پاڼه د عطاش له قوله لیکلی، چې د قوش تپې کانال د جوړېدو چارې په سم ډول روانې دی او له ټاکل شوې مودې مخکې به بشپړې شی.
نوموړی د قوش تپې کانال د افغانستان مهمه ملی پروژه ګڼلې ده او ویلې یې دی چې د دې ترڅنګ په ځینو نورو پروژو هم کار کوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.