ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۲مه او د جون میاشتې دوهمه نېټه ده) راپورونه وایی، ایران د افغان کډوالو د ثبت په پلمه د افغانانو د نیولو لړۍ ته ادامه ورکړې ده او هره ورځ سلګونه افغانان له خپلې خاورې وباسی.
په نیمروز ولایت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست رییس مولوی صدیق الله نصرت رسنیو ته وویل، چې په تېرو دوو ورځو کې ۳ زره او ۱۸ تنه له ایران څخه دې ولایت ته شړل شوی دی.
په شړل شویو کې له جره کسانو پرته کورنۍ هم شاملې دی.
د نصرت په وینا په دغو زرګونو کسانو کې ۳۴۸ تنه د ۹۱ متاهلو کورنیو غړی دی.
په وروستیو میاشتو کې له ایران د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پراخه شوې ده او هره ورځ زرګونه افغان کډوال بېرته له ایران ایستل کېږی. پر جبری ویستلو سربېره ایرانی حکومت افغان کډوالو تحقیروی، وهی او غیر انسانی چلند ورسره کوی.
گهیځ