ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۲مه او د جون میاشتې دوهمه نېټه ده) د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ منظور پشتین وایی چې کابل ته تللې قبایلی جرگه د پاکستان د پوځ لخوا ترتېب شوې او د پوځ په خوښه تللی.
هغه له ځایی رسنیو سره په یوه مرکه کې ویلی، چې په یاده جرګه کې د ولس اصلی استازی نشته، د هغه په وینا د سولې او امن مخالف نه دی خو اندیښنه لری چې یوې نوې جگړی پیلیدو ته به لار هواره شی.
پشتین وایی چې د پاکستان پوځ له قبایلی سیمو نه د طالبانو د ایستلو لپاره عام خلک وځورول او پښتون ولس یې تحقیر او شکنجه کړ خو اوس دغه سیمې بیرته طالبانو ته سپاری.
نوموړی زیاتوی چې هیڅ تضمین هم نشته چې د پاکستان پوځ به په خپلو ژمنو او پر دې هوکړې عمل وکړی او کیدای شی تر ۵ میاشتو وروسته یوځل بیا د طالبانو د ایستلو لپاره په قبایلی سیمو برید وکړی چې په پایله کې به یې عام خلک ووژل شی او ضرر به یې پښتون ولس ته ورسیږی.
تېره ورځ کابل ته د تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو په موخه د پاکستانی حکومت په استازیتوب د قبایلی سیمو یوه ۵۰ کسیزه جرګه کابل ته راغله د دوی تر منځ مذاکرات د اسلامی امارت د مشرانو په منځګړیتوب کېږی، منظور پشتین نیوکه کړې چې دغه جرګه د پوځ په خوښه او د پوځ په لاس جوړه شوې جرګه ده، چې د ولس استازیتوب نه کوی.
گهیځ