ملا یعقوب: له ډیپلوماټیکو اړیکو وروسته له هند سره دفاعی اړیکو ته چمتو یو

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۲مه او د جون میاشتې دوهمه نېټه ده) د اسلامی امارت د دفاع وزارت سرپرست له یوې هندی رسنۍ سره په مرکه کې ویلی چې له هند سره صادقانه ډیپلوماټیکې اړیکې غواړی.
د اسلامی امارت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد نن د هندوستان نیوز ۱۸ سره په خبر کې د هند له بشری مرستو د مننې تر څنګ وویل، له هنده غواړو چې کابل کې د خپل سفارت په پرانیستلو له موږ سره ډیپلوماټیکو او دفاعی همکاریو ته لاره خلاصه کړی.
هغه وویل، “موږ هند ته د خپلو دروازو په پرانستو سره د هند هرکلی کوو، موږ هم هیله لرو چې هند به په دې برخه کې اړین نوښتونه وکړی او له موږ سره به خپلې اړیکې پیاوړې کړی.”
د افغانستان دفاع وزیر وویل، له هند سره د اړیکو د پیاوړتیا په صورت کې به اسلامی امارت د پوځی روزنې لپاره خپل ځواکونه هند ته واستوی او په دې برخه کې کومه ستونزه نه لری.
ملا یعقوب نیوز ۱۸ ته وویل، “زموږ پوځ د نړۍ له سترو پوځونو څخه دی.”
هغه پر هند غږ وکړ چې په افغانستان کې خپل سفارت بېرته پرانیزی، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعی همکاریو په برخه کې ډیپلوماټیکو همکاریو ته لاره هواره شی.
نوموړی ویلی، که څه هم له پاکستان سره ډیپلوماټیکې اړیکې لری، خو له دغه هېواد سره د دفاع په برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.
ملا یعقوب په خبرو کې د طالبانو او القاعدې تر منځ هر ډول اړیکې رد کړې او ویلی یې دی چې له دې شبکې سره نوې اړیکه نه لری او زیاتوی چې داعش په افغانستان کې فزیکی حضور نه لری.
ملا یعقوب هندی رسنیو ته دا هم ویلی، چې په هېڅ حالت کې به پاکستان ته اجازه ورنه کړی، چې د افغانستان خاوره د هند پر ضد وکاروی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.