کرېکټ؛ د افغانستان ملی لوبډله نن له زمبابوۍ سره یوه ورځینۍ لوبه لری

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۴مه او جون میاشتې ۴مه نېټه ده) د افغانستان د کرېکټ ملی لوبډله نړیوال جام ته د غوراوی د لوبو په لړۍ کې نن له زمبابوۍ سره یو ورځنۍ لوبې پیلوی.
د دې لوبو کوربه زمبابوۍ دی او د لوبو دا لړۍ په پلازمېنه هرارې کې ترسره کېږی.

د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک وایی، افغان لوبډله به په دې لړۍ کې د مخکینیو تیاریو پرمټ ښه وځلېږی.
د هوتک په وینا: “د دې سیالیو لپاره افغان ملی لوبډلې پوره چمتووالی نیولی دی. نو په دې دریو نړیوالو پنځوس اووریزو لوبو کې چې د دواړو هېوادونو لپاره ډېرې مهمې دی او له همدې سیالیو لوبډلې کولای شی نېغ په نېغه نړیوال جام ته لاره پیدا کړی ملی لوبغاړی به انشاالله ښه وځلېږی.”

د افغانستان او زیمبابوۍ ترمنځ دوه نورې ۵۰ اووریزې لوبې یوه د دوشنبې او بله د راروانې پنجشنبې په ورځ پلان شوې دی. همداراز له دې لړۍ وروسته د دواړو لوبدلو ترمنځ درې شل اووریزې لوبې په پام کې دی.

افغانستان او زمبابوۍ تراوسه ۲۵ یوورځنۍ یا پنځوس اووریزې لوبې کړی چې ۱۵ یې افغانستان او پاتې یې زیمبابوې ګټلی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.