ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۵مه او د جون میاشتې ۵مه نېټه ده) په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازولی وایی، دوی دا مهال په افغانستان کې د ۳۳ روغتونونو ملاتړ کوی.
د دې استازولۍ مشر ایلوی فیلیون شنبه د غبرګولی ۱۴مه پر خپل رسمی ټویټر لیکلی، چې یوازې د کابل په ملالۍ زېږنتون کې چې د دوی بنسټ یې ملاتړ کوی، د ورځې ۷۵ نوی ماشومان زېږی، چې هر ډول اساسی روغتیایی خدمات ور رسېږی.
گهیځ