ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۵مه او د جون میاشتې ۵مه نېټه ده) د کندهار ځایی چارواکی وایی، چې دې ولایت کې تولید شوې او پروسس شوې پنبه په لومړی ځل ایران او ترکیې هېوادونو ته استول شوې.
چارواکی زیاتوی، چې د کندهار د صنعت او کانونو په برخه کې هم یو شمېر بهرنیو پانګوالو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د کندهار په صنعتی پارک کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په لګښت د پنبې د پروسس فابریکه جوړه شوې چې اوس مهال ۵۰ تنه په کې کار کوی او د ورځې ۳۰ ټنه تولید لری.
د دې فابریکې مشر حاجی عصمت الله وایی، چې په هېواد کې له کرل شوې پنبې څخه سوچه پنبه، کنجاړه او غوړی تولیدېږی.
د هغه په وینا، د افغانستان تولید شوې پنبه اوس پر پاکستان سربېره ایران او ترکیې ته هم صادرېږی، خو بانکی ستونزې یې پر وړاندې ډېر خنډونه جوړوی.
گهیځ