ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۵مه او د جون میاشتې ۵مه نېټه ده) د ا.ا امارت وایی، په افغانستان کې د ټولو اقلیتونو مذهبی او مدنی حقونه خوندی دی.
د افغان حکومت مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروستی راپور نیمګړی او د ناسمو معلوماتو پر بنسټ ولاړ دی.
د ده په وینا افغانستان کې د ټولو مذهبونو لارویان په ازاد ډول خپل مذهبی مراسم ترسره کولی شی: ” زموږ ټول اهل سنه، اهل تشیع، سیکهـ او اهل هنود هېوادوال په ازاد ډول خپلې مذهبی چارې ترسره کوی”.
افغان حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور ته په خطاب کې ویلی، تمه لری چې له دې وروسته به خپل راپورونه واقعیتونو ته په کتو جوړ کړی.
امریکا افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې راوستی و، چې مذهبی ازادی پکې له خنډ او ګواښ سره مخ ده، هغه څه چې افغان حکومت رد کړی دی.
گهیځ