حکومت: د بندرونو د عصری کولو په موخه له بهرنۍ کمپنۍ سره تړون کوو

حکومت: د بندرونو د عصری کولو په موخه له بهرنۍ کمپنۍ سره تړون کوو
ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۶مه او د جون ۶مه نېټه ده) د ا.ا امارت حکومت ریاست الوزراء د اقتصادی مرستیال دفتر وایی، د افغانستان د بندرونو د عصری کولو لپاره له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره تړون کوی.
دغه دفتر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلی دی، چې د حکومت اقتصادی کمېسیون د متحده عربی اماراتو له DP World کمپنۍ سره د افغانستان د بندرونو د عصری کولو او د افغانستان د صادراتو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې د تفاهم پرېکړه وکړه.
په توېټ کې دا هم راغلی، چې اقتصادی کمېسیون په غونډه کې د افغانستان رېل پټلۍ ادارې ته هم اجازه ورکړل شوه چې د حیرتان رېل پټلۍ د خدماتو پروژه نوی قرارداد داوطلبۍ ته وړاندې کړی.
اقتصادی کمېسیون ویلی دی، چې د حیرتان رېل پټلۍ بشپړ مسولیت به د اسلامی امارت له حکومت سره وی خو د خدماتو وړاندې کولو لپاره به له بل شرکت سره قرارداد کېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.