د افغانستان د کرېکټ ملی لوبډلې له زمبابوۍ دوهمه لوبه هم وګټله

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۷مه او د جون میاشتې ۷مه نېټه ده) په پرونۍ یوه ورځینۍ لوبه کې زمبابوۍ لوبډلې افغانستان ته د ۲۲۸ منډو هدف ټاکلی و چې افغان لوبغاړو په اسانۍ دغه هدف ترلاسه کړ.
ابراهیم ځدراڼ ۱۲۰ نا سوځېدلې منډې وکړې.
د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک وایی، افغانستان تراوسه ښه ځلېدلی او هیله شته چې بله لوبه هم وګټی.
له زمبابوۍ سره د افغانستان بله لوبه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ ده.
دغه لوبې د نړیوال سوپرلیګ سیالیو لپاره ترسره کېږی. د دغو لوبو په پای کې به اته مخکښ ټیمونه نېغ په نېغه د راتلونکی کال د کرېکټ نړیوال جام ته لار پیدا کوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.