ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۷مه او د جون میاشتې ۷مه نېټه ده) د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی د جمعیت اصلاح ټولنې له مشر محمد مزمل اسلامی او نورو غړو سره وکتل.
یاد وزارت وایی ستانکزی د ښوونې، روغتیا او کلتور په برخه کې د دغې ټولنې کارونه وستایل.
نوموړی د یادې ټولنې له مشر او غړو وغوښتل چې د عامه ذهنیت د رغښت، ښوونیزې پراختیا او ټولنیزې اسانتیا لپاره خپلې هلې ځلې لا ګړندۍ کړی.
د بهرنیو چارو وزارت وایی، د جمعیت اصلاح مشر ښاغلی اسلامی وویل، چې د حاکم نظام بدیل نلرو، په وینا یې په ټولو افغانانو ږغ کوی چې د اسلامی امارت تر چتر لاندی د هیواد د بیا ابادۍ لپاره هر اړخیزې هڅې ترسره کړی.
ستانکزی یادې ټولنې ته ډاډ ورکړ چې نوی حکومت به یې په پوره ډول غوښتنو ته لاس رسی کوی.
گهیځ