ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۷مه او د جون میاشتې ۷مه نېټه ده) د ننګرهار ولایت د کانال ریاست چارواکی وایی، د دوی څېړنې ښیی، چې د یاد ولایت په کانال کې به سږ کال د خرما حاصلات څه باندې شلو ټنو ته لوړ شی.
د ننګرهار د کانال ریاست په خبرپاڼه کې راغلی، چې سږ کال به د دې ولایت په کانال کې د خرما له څلویښت جریبه روزل شوی بڼ څخه شل ټنه خرما ترلاسه او نورو ولایتونو ته صادر شی.
تېر کال د ننګرهار له کاناله ۱۴ ټنه خرما ترلاسه شوې وه، خو د ننګرهار کانال ریاست سږ کال د حاصلاتو د ډېرېدو لامل په معیاری کرنیزو لارو چارو د بڼونو روزل بولی.
گهیځ