ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۸مه او د جون میاشتې ۸مه نېټه ده) له افغان شخصیتونو سره د اړیکو لپاره د حکومت د کمېسیون چارواکی وایی، د هغو افغانانو له تجربو به چې د دې کمېسیون د هڅو په ترڅ کې بېرته هېواد ته ستنېږی، ګټه واخیستل شی.
دا خبره د یاد کمېسیون ویاند احمدالله وثیق رسنیو ته کړې او ویلی یې دی: “هغه کسان چې اوس راځی، د دوی لیاقت او اهلیت او ژمنتیا ته په کتو، د هغوی له استعدادونو به هم استفاده کېږی.”
ښاغلی وثیق دا خبره وروسته له هغې کوی چې دې کمېسیون پرون د دغې لړۍ په ترڅ کې بېرته هېواد ته د افغانستان د برېښنا شرکت د پخوانی ریس امان الله غالب د ستنېدو خبر ورکړ او وایی، چې نن چهارشنبه (د غبرګولی ۱۸مه) به د پوهنې پخوانی وزیر او پارلمانی چارو کې د جمهوریت وزیر ډاکټر فاروق وردګ هم هېواد ته راستون شی.
د کمېسیون په وینا د ښه راغلاست لپاره یې د کمېسیون غړی د کابل هوایی ډګر ته ورغلی دی.
د دې کمېسیون په خبره هر هغه افغانان چې له دې لارې بېرته افغانستان ته را ستنیږی، ورته د خوندیتوب کارت ورکول کېږی.
کمېسیون زیاتوی، چې له جوړېدو وروسته یې تر دا مهاله د وزیرانو په کچه له ۵۰ ډېر پخوانی چارواکی بېرته هې،اد ته را ستانه کړی دی.
گهیځ