په افغانستان کې د ټاپی پروژې لومړنۍ چارې پیلېږی

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۸مه او د جون میاشتې ۸مه نېټه ده) د افغانستان د کانو او پټرولېم وزارت پر خپله وېبپاڼه لیکلی دی، چې د دې وزارت سرپرست ملا شهاب الدین دلاور پرون د ټاپی پروژې له مشر محمد مراد امانوف سره کتلی.
په مطلب کې راغی، چې د کانونو او پټرولېم وزارت سرپرست د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپی پروژې د هوکړه لیک په پلی کېدو او د نل لیکې په اوږدو کې د ځمکو د استملاک په اړه د ټاپی پروژې له مشر سره خبرې کړی.
د کانونو او پټرولېم وزارت سرپرست په دې لیدنه کې ویلی چې اوس په افغانستان کې امنیت شته او دوی غوښتنه کوی چې د ټاپی پروژې عملی کارونه ژر پیل شی.
یاد وزارت په افغانستان کې د ټاپی پروژې د لومړنیو چارو د پیل کره نېټه نه ده ښودلې خو یاد وزارت د ټاپی پروژې د مشر ښاغلی مراد امانوف له قوله لیکلی دی چې خپلو مالی سرچینو ته په کتو به دوی په افغانستان کې د ټاپی پروژې لومړنۍ چارې پیل کړی.
ـــــــــــــــــــــ

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.