ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۹مه او د جون میاشتې ۹مه نېته ده) د افغانستان او زمبابوۍ د کرېکټ ملی لوبډلې نن په هرارې کې په درېیمه یا وروستۍ یو ورځینۍ سیالۍ کې سره مخ شی.
افغانستان د دې لوبلړۍ لومړۍ دوې په لوی توپیر ګټلی او عملاً یې دا لوبلړۍ یا سریز ګټلی دی.
لومړۍ یو ورځینۍ سیالی افغانستان په ۸ ویکټونو او ۳۳ توپونو، او دوهمه په ۶۰ توپونو وګټله
د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فر ید هوتک د نننۍ سیالۍ په رسنیو ته وویل:”د افغانستان د کرېکټ ملی لوبډلې نن د دې سیالۍ لپاره هم ښه چمتووالی لری او د تېرو دوو سیالیو په شان به ښه نتیجه ترلاسه کړی.”
دواړه لوبډلې به وروسته درې شل اوره سیالۍ هم وکړی.
د افغانستان او زمبابوۍ لومړۍ شل اوریزه سیالی به د شنبې په ورځ، د جون په ۱۱مه په هرارې کې وشی.
گهیځ