ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۲۳مه او د جون میاشتې ۱۳مه نېټه ده) د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی نن په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای سره کتلی دی.
د کرزی د مطبوعاتی دفتر د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د هېواد او سیمې پر روانو حالاتو د نظر د تبادلې سربېره د افغانستان او ترکیې د تاریخی او دوستانه اړیکو او همکاریو په اړه هم خبرې اترې شوې دی.
د سرچینې په وینا، دواړو لورو په افغانستان کې د دایمی سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د خبرو اترو پر اړیتا ټینګار کړی دی.
گهیځ