حکومت د ټرانسپورټ د تنظیم لپاره نوې طرحه جوړه کړې

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غبرګولی ۲۴مه او د جون میاشتې ۱۴مه نېټه ده) تېره ورځ د حکومت د اقتصادی کمېسیون په غونډه کې، چې مشری یې د رییس الوزراء مرستیال ملا عبدالغنی برادر کوله، دغه طرحه یې تصویب شوه.
د ا.ا مرستیال ویاند انعام الله سمنګانی پر ټویټر لیکلی، چې د تصویب شوې طرحې له مخې به په سرحدی بندرونو کې د باروړونکو موټرو د نوبت د تنظیمولو له مورد پرته د دې طرحې نور ټول مواد د شپږو میاشتو لپاره په آزمایښتی ډول عملی کېږی.
حکومت هیله من دی چې د ټرانسپورټ د تنظیم د نوې طرحې په عملی کېدو سره به په کال کې شاوخوا دېرش ملیارده افغانۍ ملی بودجې ته راټولې شی.
د ټرانسپورټ د سمون له لارې د عوایدو د زیاتوالی دغه طرحه داسې مهال تصویبوی چې په دې وروستیو کې یې د کانونو د قرارادادونو، د ګمرګی تعرفو او نورو لارو د کورنیو عوایدو د زیاتوالی لپاره هڅې ګړندۍ کړی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.