بهرنی پانګوال؛ روسی او ترکی کمپنیو د برښنا تولید برخه کې د پانګونې وړاندیزونه کړی

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غبرګولی ۲۴مه او د جون میاشتې ۱۴مه نېټه ده) افغان حکومت وایی، روسی او ترکی کمپنۍ غواړی چې په افغانستان کې د برښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړی.
د اوبو او برښنا وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د خمیس مخیانوف په نوم د یوې روسۍ کمپنۍ استازی د یاد وزارت له چارواکو سره په لیدنه کې ویلی، دوی غواړی په افغانستان کې پانګونه وکړی او د ډبرو له سکرو څخه برښنا تولید کړی.
د اوبو او برښنا وزارت په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلی، دا شان د ایمین الکترسیتی په نوم د یوې ترکی کمپنۍ مسوولانو هم د یاد وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې ویلی، چې دوی غواړی په افغانستان کې د برښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړی، خو دا یې نه دی ویلی، چې دوی به له کومو منابعو څخه په استفادې برښنا تولیدوی.
په وروستیو میاشتو کې د ا.ا امارت ویلی، چې ګڼو بهرنیو کمپنیو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې، خو په تېرو لسو میاشتو کې هېڅ یوې بهرنۍ کمپنۍ په افغانستان کې عملاً پانګونه نه ده پیل کړې.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.