د نوی افغان حکومت د رسمیت پېژندنې مسله؛ ښایی روسیه په دې اړه پرېکړه وکړی

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۲۵مه او جون میاشتې ۱۵مه نېټه ده) د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ روسیه وایی، ښایی حکومت یې د افغانستان لپاره د ا.ا نوی حکومت په رسمیت وپېژنی.
دغه هېواد لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف په یوه مرکه کې ویلی، د دې ډېر احتمال شته چې روسیه د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژنی.
نوموړی زیاته کړې چې بهرنیو چارو وزارت له ولسمشر پوتین سره په دې اړه مشورې کړې دی او په خبره یې د رسمیت په مسله کې مسکو د واشنګټن لار نه څاری.
کابلوف دغه راز وایی ولسمشر پوتین امر کړی چې له افغانستان سره همکاری ډېره شی او له دغه هېواد سره د غلو دانو او نورو محصولاتو مرستې وشی.
یاد روسی ډیپلوماټ دا هم ویلی چې ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مسکو ته لاړ شی او له روسیې سره د محصولاتو د پېرلو په اړه هوکړه وشی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.