ګهیځ نیوز: ن چهارشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۲۵مه او د جون میاشتې ۱۵مه نېټه ده) د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی یو ځل بیا له شپږم ټولګی پورته د نجونو پر مخ د تړل شویو ښوونځیو د پرانستو غوښتنه کړې.
کرزی په یوه خبر پاڼه کې د نجونو د ښوونځیو د پرانستو په اړه د دینی عالمانو د غوښتنې ملاتړ کړی او ټینګار کوی چې د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو تړلې دروازې پرانستل شی.
له شپږم تر دولسم ټولګی د نجونو د ښوونځیو پرانستو د غوښتنې په دوام دا ځل د بادغیس دینی عالمانو په یوه غونډه کې د ا.ا له حکومته د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانېستو غوښتنه کړې.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی پر خپل رسمی فیسبوک لیکلی: «په افغانستان کې د تعلیم د ودې لپاره د علماوو د غږ درناوی کوی او له اسلامی سرپرست حکومت څخه غواړی چې د افغان ولس خصوصاً د دینی علماوو دې غوښتنې ته احترام وکړی او د نجونو ښوونځی پرانیزی».
نوموړی ټینګار کوی چې له پردی احتیاجه د هېواد د خلاصون یوازېنۍ لاره له پوهې او تعلیم سره تړل شوې ده.
گهیځ