یوناما د افغانستان د اقتصادی کشالې د حل لپاره خصوصی سکټور مهم وباله

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۲۶مه او د جون میاشتې ۱۶مه نېټه ده) د افغانستان د اقتصادی ودې لپاره د خصوصی سکټور رول مهم بلل شوی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز په دغه هېواد کې د اقتصادی ودې او شته ستونزو د هواری لپاره خصوصی سکټور رول مهم ګڼلی.
د یوناما د ټویټ په حواله دیبورا لاینز د غبرګولی پر ۲۴مه په دوبۍ کې له یو شمېر افغان سوداګرو سره په افغانستان کې د روانو اقتصادی ستونزو په اړه خبرې وکړې او د دغو ستونزو په هواری کې یې د خصوصی سکتور رول مهم وباله.

نوموړې افغان سوداګر په خپل هېواد کې پانګونې ته هڅولی او ویلی یې دې چې په خپلو پانګونو کې پراختیا راولی.
ر دې وړاندې افغان حکومت افغان پانګه والو ته ډاډ ورکړی چې د پانګونې لپاره مصوونه فضا ورته جوړوی او شرایط ورته برابروی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.