ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۳۰مه او د جون میاشتې ۲۰مه نېټه ده) ویل کېږی چې د کندهار د احمد شاه بابا د نړیوال هوایی ډګر ۳۰ تنو کارکوونکو ډله ییزه استعفا ورکړې.
کارکوونکو ویلی، چې له تېرو ۸ میاشتو راهیسې معاشات نه دی ورکړل شوی چې له کبله یې له سختو اقتصادی ستونزو سره مخ وو.
د ټرانسپورټ وزارت چارواکی د احمدشاه بابا هوایی ډګر د کارکوونکو استعفا
تاییدوی خو وایی چې شمېر یې یوازې ۱۵ تنو ته رسېږی.
دوی وایی مستعفی کسانو د صفایی او په یو شمېر نورو برخو کې کار کاوه.
د احمدشاه بابا د هوایی ډګر لسګونه کارکوونکی داسې مهال استعفاوې کوی چې د ا.ا امارت حکومت د لویو هوایی ډګرونو د چارو د مخته وړلو تړونونه د متحده عربی اماراتو له یوې کمپنۍ سره کړی.
گهیځ