کابل کې د ممیزو د پروسس کارخونه؛ ۹۰۰ تنو ته یې بوختیا برابره کړې

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۳۰مه او د جون میاشتې ۲۰مه نېټه ده) په کابل کې د ممیزو د پروسس یوه کارخونه جوړه شوې، چې ۹۰۰ تنه په کې کار کوی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایی چې په دغې کارخونه کې یو افغان سوداګر نږدې یو میلیون امریکایی ډالره پانګونه کړې.
وزارت پر خپل ټویټر پاڼه لیکلی ، یاده کارخونه اوس مهال خپل تولیدات اروپایی هېوادونو، روسیې، چین او ټایلنډ ته صادروی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په داسې حال کې په یاده کارخونه کې خلکو ته د کار زمینې برابرولو خبره کوی، چې په افغانستان کې خلک له بېکارۍ او فقر سر ټکوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.