متقی له راغلو سیاستوالو سره په لیدنه کې؛ په هېواد کې ازاد او د عزت ژوند تېرول د ټولو حق دی

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه(د غبرګولی یا جوزا ۳۱مه او د جون میاشتې ۲۱مه نېټه ده) د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیرخان متقی هېواد ته د یو شمېر راستانه شویو افغان شخصیتونو سره کتلی دی.
له دغه وزارته په خپرو شویو معلوماتو کې راغلی، چې امیرخان متقی په دې لیدنه کې ویلی، د خوښۍ ځای دی، چې په هېواد کې د افغانانو خود مختاره حکومت دی او هر څوک حق لری، چې ازاد او د عزت ژوند وکړی.
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې اوس د دې وخت دی، چې ټول افغانان د نظام او د هېواد جوړولو لپاره لاسونه سره ورکړی.
امیر خان متقی ویلی، د ا.ا مشرتابه اړیکو کمېسیون ته لارښوونه کړې، چې هېواد ته د راغوښتونکو کسانو امنیت ته پاملرنه وکړی او خپلې ژمنې ورسره عملی کړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.