په چین کې د ا.ا ډیپلوماټ د دغه هېواد له استازی سره پر ځینو اړینو مسایلو خبرې کړی

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه(د غبرګولی یا جوزا ۳۱مه او د جون میاشتې ۲۱مه نېټه ده) په چین کې د ا.ا امارت سرپرست سفیر سید محی الدین سادات د چین د بهرنیو چارو وزارت د سوېلی اسیا د هیوادونو د څانګې مشر شو هان تیَن سره لیدلی.
سفارت پر خپل ټویټر لیکلی، چې داړو لورو چین ته د اریانا افغان هوایی شرکت د پروازونو په بیا پیل، په کابل کې افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه او د دغه هېواد په پوهنتونو کې د شاملو افغان محصلینو په حضوری درسونو او بیرته ګرځیدلو باندې ګټورې خبرې وشوې.
سفارت هیله مندی ښودلې، چې په یادو برخو کې به په نژدې راتلونکې کې د مثبت پرمختګ خبرونه ولرو.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.