ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د چینګاښ یا سرطان لومړۍ او د جون میاشتې ۲۲مه نېټه ده) افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی، د اسلامی همکاریو سازمان OIC چمتو دی چې له افغانستان سره به په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړی.
د دې وزارت ویاند عبدالقهاربلخی بېګا پر خپل ټویټر لیکلی، چې پرون سې شنبه (د غبرګولی ۳۱مه) په بشری چارو کې د اسلامی همکاریو د سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره د دې سازمان ځانګړی استازی طارق علی بخیت او ورسره مل پلاوی یې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیرمو لوی امیر خان متقی سره په کابل کې وکتل.
د ښاغلی بلخی په وینا په دې کتنه کې ښاغلی بخیت د افغانستان په اړه د اسلامی همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د فوق العاده غونډې د پرېکړه لیک د پلی کېدا په برخه کې شویو پرمختګونو، په دې لړ کې د شویو مرستو، او کابل ته د اسلامی همکاریو سازمان د عالمانو د راغلی پلاوی د سفر د موخو په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړی په دې اړه، چې OIC د ا.ا تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره په کومو برخو کې مرستو ته چمتو دی، نورجزیات نه دی ورکړی.
متقی ویلی چې د نړۍ له ټولو هېوادونو، په ځانګړی توګه د اسلامی همکاریو د سازمان له غړیو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی.
گهیځ