د ا.ا پر دوه لوړپوړو چارواکو د ملګرو ملتونو بندیزونه؛ ا.ا یې د ناکامو تجربو تکرار بولی

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د چینګاښ یا سرطان لومړۍ او د جون میاشتې ۲۲مه نېټه ده) د ملګرو ملتونو بندېزونو کمېټې د لوړه زده کړو پر وزیر عبدالباقی حقانی او د پوهنې وزارت پر مرستیال سعید احمد شهیدخېل له هېواده بهر ته د سفر پر کولو بندیز لګولی.
ورته مهال دغې کمېټې د ا.ا پر شاوخوا ۱۳ غړو د سفر محدودیتونه د څه وخت لپاره بیا هم لرې کړل.
د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د دغې پرېکړې هرکلی کړی چې له مخې یې د ا.ا پر غړو د سفر محدودویتونه د یوې بلې لنډې دورې لپاره لرې کړی خو ویلی یې دی چې پر دوو نورو غړو یې باید د سفر بندیزونه نه وی لګول شی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی پر ټویټر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې دا د ا.ا حق دی چې پر مشرانو یې لګول شوی د سفر بندیزونه د دوحې د تړون پر بنسټ د تل لپاره لرې شی.
هغه ویلی چې ا.ا په دې برخه کې د ملګرو ملتونو وروستۍ پرېکړه ښه ګام بولی.
اعلامیه کې د لوړه زده کړو پر وزیر او د پوهنې وزارت پر مرستیال د سفر لګول شوی بندیزونه بېځایه هڅه او د ناکامو تجربو تکرار بلل شوی دی. ا.ا له امنیت شورا غوښتی چې نور دې یو اړخیز قضاوت نه کوی او افغانانو ته دې د هغوی حقونه ورکړی.
د یادونې وړ ده چې ملګرو ملتونو پرون د ا.ا د ۱۳ مشرانو د سفر محدودیتونه د دوو میاشتو لپاره لرې کړل خو د لوړو زده کړو پر وزیر او د پوهنې وزارت پر مرستیال یې د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو د وضع کولو له کبله د سفر بندیزونه ولګول.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.