روانه اونۍ په کابل کې د عالمانو لویه غونډه رابلل کېږی

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غبرګولی ۵مه او د جون میاشتې ۲۶مه نېټه ده) دا غونډه د ا.ا امارت لخوا د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې جوړېږی.
که څه هم حکومتی سرچینو تازه په دې اړه څه نه دی ویلی، خو د کابل پولی تخنیک پوهنتون په یوه خبرتیا کې ویلی چې د لویې ‌جرګې غونډې لپاره به دغه پوهنتون د چنګاښ میاشتې له پنځمې بیا تر ۱۲مې نېټې پورې رخصت وی.
په خبرتیا کې راغلی چې له دوشنبې څخه به ټول درسونه په عادی توګه پیلېږی.
ورته مهال د ملا محمد حسن اخند په لاسلیک په ټولنیزو رسنیو کې یو مکتوب لاس په لاس کېږی چې پکې راغلی، په کندهار کې د ا.ا امارت مشرتابه شیخ هبت الله اخوندزاده په مشرۍ د وزیرانو غونډه کې پرېکړه شوې چې د هېواد په کچه به د عالمانو ستره غونډه جوړېږی.
د معلوماتو له مخې، د غونډې د جوړولو چارې د ملا برادر په مشرۍ کمېسیون ته سپارل شوې دی. دغې جرګې ته دوه تنه دینی عالمان او یو بل تن مخور بلل کېږی.
سربېره پر دې چې، د غونډې په تړاو د ا.ا چارواکو څه نه دی ویلی، خو تر دې مخکې د یادې غونډې مهمه اجنډا پر کورنی مشروعیت سلا مشورې او په ټوله کې له اوسنیو ستونزو د هېواد را ایستل کېدل بلل شوی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.