ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د چنګاښ ۶مه او د جون میاشتې ۲۶مه نېټه ده) د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار او ایران ته د تللی پلاوی غړی ډاکټر فاروق اعظم، افغانستان ته له ستنېدو وروسته پر ټویټر لیکلی وو چې سفر یې ډیر بریالی او خپلې غوښتنې یې په فنی او مسلکی استدلال ترلاسه کړې.
نوموړی په یوه مرکه کې وویل: “موږ د ایران له سفره چی هلته د هلمند د رود د اوبو په باره کې نوبتی غونډه وه، بېرته وطن ته په خیر راغلو. سفر ډېر کامیاب و او څه چې مو غوښته هغه مو الحمدلله په فنی او مسلکی استلال ترلاسه کړل. زه د سفر ملګری په مذاکراتو کې د دوی د ښه کردار په سبب ستایم او مبارکباد ورته وایم. دوی اوبه غوښتې، پر موږ د ټولو فشارونو … سره ور نه کړې”.
تر دې وړاندې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی وو، چې لوړ پوړو چارواکو یې د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی سره ټیلیفونی خبرو کې په کلکه غوښتی، چې د هلمند اوبو په اړه د شوې هوکړې له مخې اړینه او عملی همکاری وکړی.
د خبرپاڼې په خبره دا غوښتنه د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبد اللهیان کړې ده.
د بیان له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټېنګار کړی چې د دې مسلې د هواری له لارې دې د واړو هېوادونو ترمنځ ملګرتیا او همکاری لا پیاوړې شی.
گهیځ