امریکا یو ځل بیا د بانکی ستونزو د هواری ژمنه کړې
ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د چنګاښ ۶مه او د جون میاشتې ۲۷مه نېټه ده) امریکا یو ځل بیا ژمنه کړې، چې د افغانستان لپاره ټولې بانکی ستونزې هواروی.
د راپورونو له مخې په متحده عربی اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړی استازی توماس وېسټ سره کتلی دی.
دغه شورا وایی امریکایی لوری ویلی، چې ډېر ژر به د افغانستان بانکی ستونزه حل او په واشنګټن کې به په دې تړاو خپلې هڅې پیل کړی.
امریکایی استازی دغه راز ویلی چې افغان سوداګر دمګړی له هېڅ ډول ستونزو سره نه دی مخ، دوی کولی شی چې درمل، خوراکی توکی، سون توکی او نور اړین توکی افغانستان ته ولېږدوی او له هېڅ ډول بندیز سره مخ نه دی.
گهیځ