افغانستان بانک د فوریکس له لارې د پیسو په راکړه ورکړه بندیز اعلان کړ

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۶مه او د جون میاشتې ۲۷مه نېټه ده) د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ټولو هغه کسانو ته چې د (فوریکس اپلکیشن) له لارې د پېسو انلاین راکړې ورکړې کوی خبر ورکړی، چې له دې وروسته په انلاین بڼه دغه معاملې ترسره نه ‌کړی.
بانک ویلی، چې لا هم په مرکز او ځینی ولایتونو کې له دغې لارې پولی راکړې ورکړې کیږی او دا غیر قانونی چاره ده.
د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې، دوی هڅه کوی چې دغه کسان وپېژنی او ژر تر ژره یې د قانون منګلو ته وسپاری.
فوریکس د پېسو هغه انلاین بازار دی چې کارونکی کولای شی په دې بازار کې په انلاین بڼه پیسې سپما او یا هم له یو ځایه بل ځای ته ولېږی.

د راپورونو له مخې، په فوریکس انلاین بازار کې په ورځینی ډول په میلیونو ډالره د نړۍ په کچه نغدی راکړه ورکړه کېږی.
له هغې وروسته چې په افغانستان کې سیاسی بدلون راغی او په دغه هېواد کې پولی خدمتونه له خنډ سره مخ شوه د فوریکس او دې ته ورته نورو انلاین پرګرامونو بازار ګرم شوی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.