ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د چنګاښ یا سرطان ۷مه او د جون میاشتې ۲۸مه نېټه ده) اسلامی امارت رسما اعلان وکړ، چې «د افغانستان د علماوو لویه غونډه» د درې زره دینی علماوو په ګډون د درې ورځو لپاره جوړیږی.
د ا.ا مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلی: «دا چې غونډه د اولس د هیلو او غوښتنو په اساس جوړیږی نو د هیواد له ټولو ولایتونو او ولسوالیو څخه به ګڼ شمیر علماء کرام او قومی مخور ګډون پکې کوی».
پر اقتصادی، سیاسی او ټولنیزو موضوعاتو سربېره له اوسنی کړکېچ د هېواد را ویستل د دې غونډې عمده موخه بلل شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه چارواکو د یادې غونډې د مشخصې اجنډا په اړه څه نه دی ویلی.
خو ویل کېږی چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانستو بحث به هم د دې غونډې د اجنډا یوه برخه وی.
گهیځ