پاکستان له افغانستانه د ډبرو سکرو وارداتو کې د ډېرېدو لارښوونه کړې

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د چنګاښ یا سرطان ۷مه او د جون میاشتې ۲۸مه نېټه ده) د پاکستان حکومت د دغه هېواد د لومړی وزیر شهباز شریف په مشرۍ له افغانستانه د ډبرو سکرو د وارداتو په اړه ناسته کړې ده.
د شهباز شریف دفتر پر خپله رسمی ټویټرپاڼه لیکلی چې دې ناسته کې له افغانستانه د ډبرو سکرو د لېږد چارو د ښه کېدو پر څرنګوالی بحث وشو.‌
سرچینې زیاته کړې، “لومړی وزیر ته وویل شول چې په لومړی ګام کې له افغانستانه یوازې د ساهیوال (پنجاب) او حب (بلوچستان) برېښنا فابریکو د اړتیا وړ سکرو په واردولو سره به، هر کال له وارداتی لګښته دوه اعشاریه دوه میلیارد ډالر وسپمول شی.”
د پاکستان د لومړی وزیر دفتر وایی هغه د اورګاډو وزارت ته سپارښتنه کړې چې د برېښنا فابریکو ته له افغانستانه د وارېدېدونکو سکرو د ژر رسیدو ډاډمنتیا لپاره اړین ګامونه پورته کړی.‌
شریف له افغانستانه د سکرو د وارداتو چټکېدو لپاره د دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ د ټولو اړوندو چارواکو د یوې کمېټې د جوړېدو لارښوونه هم کړ ې.
دا چې له نوی افغان حکومت سره د نړیوالو مرستو دروازه تړلې ده، نو ښکاری چې د ا.ا امارت هڅه کوی څو خپل لګښتونه او بودیجه تر ډېره د کانونو له سکتوره لاس ته راوړی.‌
د کانونو او پېټرولیم وزارت وایی د جوزا یا غبرګولی له ۲۶مې د چنګاښ تر لومړۍ نېټې یوازې یوه اوونۍ کې یې څه باندې ۴۲۹ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ عواید راټول کړې دی.‌
د یادونې وړ ده چې افغانی چارواکو د ډبرو سکرو پر صادراتو تعرفه هم له شل سلنې دېرش سلنې ته لوړه کړې ده.‌

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.