چین له ا.ا سره د ټولګډونه حکومت په جوړولو کې د مرستې چمتوالی ښودلی

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د چنګاښ یا سرطان ۷مه او د جون میاشتې ۲۸مه نېټه ده) د چین د بهرنیو چارو وزیر وایی، هېواد به یې له افغانستان سره د یوه ټولګډونه او پراخ بنسټه حکومت په جوړولو کې رول لوبولو او مرستې ته دوام ورکړی.
د چینایی رسنیو د راپور له مخې وانګ یی دا څرګندونې پرون د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقی سره په ټېلیفونی خبرو کې کړې دی.
وانګ یی همداراز ویلی، چې چین به د ملګروملتونو او د شانګهای د همکارۍ د سازمان په څېر په نړیوالو ډګرونو کې هم د افغانستان لپاره د عدالت غوښتنه وکړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.