ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۸مه او د جون میاشتې ۲۹مه نېټه ده) د رییس الوزرا مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی وایی، کابل کې د دینی علماو غونډه به سبا پنجشنبه پیل شی.
ښاغلی حنفی وویل:”هغه پروګرام چې موږ په پلان کې لرو، یوه لویه غونډه چې هغه کې علماء، قومی سپینږیری او هغه کسان چې زموږ په افغان ټولنه کې مثبت رول لری له هغوی تشکیل شوې غونډه سبا تر سره کیږی.”
نوموړی زیاته کړه چې دغه غونډې ته له هرې ولسوالۍ څخه دوه ـ دوه تنه دینی علماء او یو قومی مشر او د ښارونو له هرې ناحیې څخه دوه ـ دوه قومی مشران او یو ـ دینی عالم دعوت شوی دی.
د رییس الوزرا مرستیال همدرانګه زیاته کړې چې د دینی علماو غونډه کې د پوهنتون استادانو او ملی سوداګرو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.
د هغه په وینا دغه غونډې ته له ۲۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ پوری کسان دعوت شوی دی.
د افغان چارواکو په وینا دغه غونډه به درې ورځې دوام ولری.
نوموړی یاده غونډه په افغانستان کې د ملی یووالی او ثبات ټینګېدو لپاره مهمه وبلل.
د ا.ا حکومت تر دامهاله د غونډې اجنډا نه ده روښانه کړې، خو د رییس الوزرا مرستیال وویل چې د غونډې ګډونوال به په خپله تصمیم ونیسی، چې د څه په اړه بحثونه کوی.
گهیځ