کرزی پر امریکا غږ کړی چې د افغانستان بانک مالی پشتوانه دې ازاده کړی

کرزی پر امریکا غږ کړی چې د افغانستان بانک مالی پشتوانه دې ازاده کړی
ګهیځ نیو: نن پنجشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۹مه او د جون میاشتې ۳۰مه نېټه ده) پخوانی ولسمشر حامد کرزی په یوې خبرپاڼه کې له امریکا غوښتی چې ۷ میلیارده ډالر چې د افغانستان بانک مالی پشتوانه ده؛ ازاده کړی.
هغه ویلی له دغې پانګې دې د افغانانو د امانت په توګه دې ترې ساتنه وکړی او په نورو برخو کې دې نه لګوی.
ښاغلی کرزی د دوی لخوا په هېواد کې د وروستۍ زلزلې له امله له زیانمنو شویو سره د ۵۵ میلیونه ډالرو بشرپاله مرستې هرکلی کړی دی.
خوانی ولسمشر دا څرګندونې پر داسې مهال کوی چې امریکا په وروستیو کې اعلان کړی دی چې په پکتیکا او خوست کې به د زلزلې له اغېزمنو سره ۵۵ میلیونه ډالر مالی مرسته وکړی او دغه راز یې ویلی چې د افغانستان لپاره د ځانګړی استازی ټامس ویسټ په مشرۍ پلاوی یې په قطر کې د ا.ا له استازو سره پر اقتصادی ثبات، تړلیو ښوونځیو او ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې اترې کوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.