ایران هغه افغان کډوال له خپلې خاورې اوباسی چې اقامه نه لری

ګهیځ نیوز: د ایران د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې سر له ننه (شنبه د چنګاښ ۱۱مه) هغه افغانان، چې په ایران کې د اقامت اسناد نه لری، له خپلې خاورې باسی.
دغه وزارت ایرانیانو ته هم خبرداری ورکړی، چې هغو افغانانو ته کار ورنه کړی چې د اقامت اسناد نه لری.
د ایران د کورنیو چارو وزارت په وینا، هغه ایرانیان به تر شپږ میاشتو په بند محکوم شی چې بې اسناده افغانان په کار وګوماری.
د ایران حکومت تر تېرې پنجشنبې په ورځ، چې د چنګاښ ۹مه وه، افغان کډوالو ته وخت ورکړی و، چې په سرشمېرنې کې برخه واخلی.
خو له دې سره سره ایران تر یادې مودې وړاندې هره ورځ سلګونه افغانان له خپلې خاورې ایستلی دی.
ایران تر دې وړاندې سلګونه افغانان په جبری ډول ویستلی او دا ادعاوې هم شته چې هلته له مېشت افغانانو سره غیر انسانی چلند کوی.
له افغانانو سره د ایرانیانو په چلند د بخښنې بنسټ په ګډون نورو نړیوالو بنسټونو اندېښنه ښودلې وه او پر ایرانیانو یې غږ کړی و، چې د افغان کډوالو له زورولو لاس واخلی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.