تاشکند کې د افغانستان په تړاو ناسته رابلل کېږی

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د چنګاښ یا سرطان ۱۱مه او د جولای دوهمه نېټه ده) د ازبکستان پلازمینه تاشکند کې د افغانستان په تړاو کیدونکې نړیوال ناسته کې به د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازی ګډون کوی.
تر دې دوه میاشتې وړاندې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف ویلی وو، چې دا ناسته به د ۲۰۲۲ زیږدیز کال په جولای میاشت کې جوړه شی، خو کره نیټه او نور جزییات یې نه وو په ډاګه کړی.
اوس د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلی چې دا غونډه به د جولای په ۲۵ او ۲۶مه ترسره کیږی او پکې به د ۲۰ نړیوالو سازمانونو او هېوادونو استازی ګډون کوی.
سرچینې زیاته کړې، له دې ناستې څخه موخه له افغانستان سره د سیمې او نړیوالې ټولنې د همکاریو زیاتوالی، په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره لاره هوارول دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.