ګهیځ نیوز: نن شنبه (د چنګاښ یا سرطان ۱۱مه او د جولای دوهمه نېټه ده) ګلبدین حکمتیار د نجونو ښوونځیو پر پرانیستو ټینګار کړی.
د حزب اسلامی مشر وایی، که ا.ا امارت د نجونو ښوونځیو ستونزه ژر حل نه کړی، نو ډېرې کورنۍ به د خپلو لوڼو د زده کړو په پار د هېواد پرېښودو ته اړې شی.
حکمتیار د جمعې په خطبه کې په غونډه کې د افغان مېرمنو پر نشتون هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې چارواکی دې د اسلامی شریعت په رڼا کې په دې هکله داسې ځواب ورکړی، چې ویونکی او مخاطب دواړو ته د قناعت وړ وی.
هغه د هېواد انرژۍ تولید ستونزې څرګندونه هم کړې او ویلی یې دی چې لا هم د افغانستان سکاره په ټېټه بیه له هېواده بهر صادریږی.
نوموړی ویلی، د دې پر ځای چې، د افغانستان د ډبرو سکاره په ټیټ قیمت وپلورل شی؛ ښه به دا وی چې هېواد کې ترې د انرژۍ او برښنا په تولید کې ګټه واخستل شی.
گهیځ