ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۱۲مه او د جولای میاشتې درېیمه نېټه ده) امریکا او افغان لورو د افغانستان بانک د پشتوانې پر ازادولو خبرې کړې دی.
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې افغان او امریکایی لوری په دوحه کې پر هغه لارو چارو خبرې کړې دی چې له مخې به یې د افغانستان د کنګل شوې پانګې یوه برخه یا ۳،۵ میلیارده ډالر د افغانستان مرکزی بانک ته لېږدول کېږی.
امریکا وایی چې په دې سره به د مرکزی بانک باور بېرته تر لاسه شی او نړیوالو راکړو ورکړو ته به لار هواره کړل شی.
امریکا همدا راز وایی په دې لیدنه کې د نجونو پر زده کړو او کار هم له افغان لوری سره خبرې شوې دی او ټینګار شوی دی چې امریکا د افغانانو له هغو غوښتنو ملاتړ کوی چې له مخې یې باید نجونې زده کړو او دندو ته ستنې شی.
گهیځ