د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې په ابتکار او کوربه توب تر یوه ځنډ وروسته، کابل کې د افغان ادبی بهیر خپله لومړۍ ناسته جوړه کړه
دا ادبی او فرهنګی ناسته چې په پیل کې یې څو مشهورو څېرو؛ لکه: د افغان ژورنالیستانو د مالی ملاتړ صندوق بنسټګر او مشر محمد آصف وردګ او مشر لیکوال او ژبپوه استاد محمد آصف صمیم پیلیزې ویناوې وکړې د۱۴۰۱ لمریز کال د چنګاښ یا سرطان د میاشتې په لسمه نېټه، په کابل کې د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې په مرکزی دفتر کې د لس هاوو شاعرانو او ادیبانو په ګډون جوړه شوه.
په لومړی سر کې قاری اشرف حریفال د قرآن کریم د څو آیتونو تلاوت وکړ، وروسته بیا د ګهیځ ټولنې مرستیال، شاعر او لیکوال رحیم الله حریفال، ګډونوالو ته لنډه وینا وکړه، د ګهیځ ټولنې په استازیتوب یې ټولو میلمنو او ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د بهیر د بیا پیل د مبارکۍ تر څنګ یې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې ګهیځ ټولنه او د هغې دفتر د هر ډول فرهنګی او ادبی بنډارونو کوربه توب ته حاضر دی او پدې تړاو به هغوی ته لازمې آسانتیاوې هم برابروی.
ورپسې د هېواد سابقه دار ژورنالیست او د افغان ژورنالیستانو د مالی ملاتړ صندوق مشر محمد آصف وردګ خبرې وکړی، په داسې حال کې چې د شعر او ادب په اړه یې د زلمیو ونډه د ستاینې وګڼله، هغوی یې خپلو راتلونکو مسؤولیتونو ته متوجه کړل او د ګهیځ ټولنې له مشر تابه یې مننه وکړه چې د داسې ادبی بنډار کوربه توب یې په غاړه اخیستی دی.
تر هغه وروسته د هېواد نامتو لیکوال او ژبپوه استاد محمد آصف صمیم خبرې وکړې، ده هم په خپل وار د شعر او ادب په برخه کې د ځوانانو پر ونډې او اغېز خبرې وکړې، له ګهیځ ټولنې یې مننه وکړه چې ددې ناستې زمینه یې برابره کړه او ددې ډول نورو ناستو پر دوام یې ټېنګار وکړ.
د هېواد مشر لیکوال او ادیب استاد محمد اصف صمیم همدا راز د افغان ادبی بهیر پر شالید رڼا واچوله او ویې وویل چې ددې بهیر بنسټ په (۱۳۷۳) کال کې د هجرت په چاپیریال کې په پېښور کې کېښودل شو چې دده په وینا هغه وخت افغان ادبی بهیر د افعان شاعرانو او ادیبانو د راغونډېدو یوازینی ادرس ګڼل کېده.
د صمیم صاحب تر وینا وروسته، د دریځ چارې ذبیح الله بیان ته وسپارل شوې. بیان، شاعران د نومیالیو شاعرانو پر یوه او دوه بیتونو، دریځ ته رابلل. برهان الدین نظامی، امرالله انداز، رضوان الله اوبرنګ، حسن تلاش، نعمت سهاند، تاج ولی وحدتیار، قاسم رجا، رحمت الله حکیمی، مجیب الرحمان مخلص، اشرف حریفال، طارق اخلاص، محمود دلګیر، سیف الله حمیدی، داود ناظم، یونس تنویر او رحیم الله حریفال؛ خپل شعرونه په نوبت سره ګډونوالو ته واورول. تر مشاعرې وروسته ګډونوالو د بهیر پر کیفیت او دوام خپلو کې تړه وکړه او له نورو یې هم د ګډون هیله درلوده.

د ناستې په پای کې د راتلونکو درېوو غونډو لپاره؛ ذبیح الله بیان ویاند، تاج وحدتیار ګزارشګر او رضوان اوبرنګ تنظیمونکی وټاکل شو. د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې پر وړاندیز او همکارۍ د بهیر د غړو لپاره د واټساپ ګروپ جوړ شو؛ تر څو غونډې تنظیم او مدیریت شی.
د غونډې کوربه او د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې رییس ښاغلی سردار محمد دیندار خیل یاد ادبی بنډار د بیا پیل په اړه له ګهیځ نیوز سره په خبرو کې وویل:” د هر ادبی او فرهنګی خوځښت پیل کېدل او دوامداره پاتې کېدل د هغه ټولنې د وګړو پر ژوندی توب دلالت کوی او افغانان باید ثابته کړی چې دوی د تل په څېر یو ژوندی ملت دی.”
نوموړی ژمنه وکړه چې د ګهیځ ټولنه به د خپلو ادبی او ژمنتیاوو له مخې نه یوازې خپل تالار د بهیر د ناستو لپاره د هغوی په اختیار کې ورکړې، بلکې تر خپل توانه به هېڅ راز مرسته د بهیر له ګډونوالو و نه سپموی.
گهیځ