چین: د اوسنیو ستونزو ملامتیا د امریکا په غاړه ده

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د چنګاښ ۱۴مه او د جولای ۵مه نېټه ده) په کابل کې د چین سفیر وانګ یې ویلی چې په افغانستان کې د اوسنیو سیاسی او اقتصادی ستونزو پړه د امریکا په غاړه ده.
هغه زیاته کړې ده چې په افغانستان کې د روانې بې ثباتۍ لامل په دغه هېواد کې د امریکا غیر مسوولانه لاس وهنه ده.
د وانګ یې په باور؛ امریکا د دغه هېواد مالی زیرمې محدودې کړې دی چې له امله یې اوس افغانان په یوه مړۍ ډوډۍ پسې حیران دی، په داسې حال کې چې ۴۳ میلیارد ډالر یې د اوکراین لپاره ځانګړې کړې دی.
نوموړی دا څرګندونې د افغانستان سرې میاشتې ټولنې ته په پکتیکا او خوست کې د وروستۍ زلزلې زیانمنو لپاره د چین هېواد د نقدی او غیر نقدی مرستو د تسلیمېدو پر مهال کړې دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.