ا.ا: د تېلو بیو په لوړولو کې ځینې کړۍ لاس لری؛ جدی چلند به ورسره وشی

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د چنګاښ ۱۴مه او د جولای ۵مه نېټه ده) ا.ا وایی د تېلو بیو په لوړاولی کې ځینې کړۍ لاس لری، چې جدی چلند به ورسره وشی.
د افغانستان ا.ا د ریاست الوزرا اقتصادی دفتر ویلی چې یو شمېر داسې راپورونه یې تر لاسه کړی دی چې ځینې کړۍ د تېلو او نرخونو په لوړولو او د بحران په رامنځته کولو کې لاس لری.
د یاد دفتر د معلوماتو له مخې، دوی به د نرخونو د را ټیټولو لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلی او هغه کسان چې د تېلو په مافیا کې لاس لری، له هغوی سره به تر ټولو جدی قانونی چلند وشی او د تېلو د تجارتی جواز په اړه به یې هم له سره غور وشی.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د تېلو بیې اسمان ته ختلې دی او ډېری ټیکسی چلوونکو خپل موټرونه د تېلو د بیو د لوړوالی له امله درولی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.