مارکس پوتزل په افغانستان کې ملګرو ملتونو د یوناما د مشر په توګه دنده پیل کړه
ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د چنګاښ ۱۵مه او د جولای میاشتې ۶مه نېټه ده) مارکس پوتزل په افغانستان کې ملګرو ملتونو د سیاسی استازوالۍ یا (یوناما) د مشر په توګه دنده پیل کړه.
نوموړی زیاته کړه چې په افغانستان کې د نوی ماموریت په اخیستلو سره د ویاړ او درناوی احساس کوی. هغه ویلی: “افغانستان ته داځل د یوناما د مرستیال په توګه دویاړ او درناوی له یو حس سره را وګرځیدم. زه ژمن یم چې د افغانستان خلکو ته کار وکړم، ځکه چې ددوی هیواد دا مهال له یوه حساس پړاو څخه تیریږی.”
مارکس پوتزیل تر دې مخکې د افغانستان لپاره د جرمنی سفیر و.
نوموړی په ډیپلوماسۍ او نړیوالو همکاریو په برخه کې ۲۷ کلنه کاری تجربه لری.
گهیځ