ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چنګاښ ۱۶مه او د جولای میاشتې ۷مه نېټه ده) د ا.ا امارت ومنله چې د افغانستان له خاورې د دوی پر ګاونډې هېواد ازبکستان توغندی ویشتل شوی دی.
د ا.ا مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، چې دا چاره د «شریرو کړیو» لخوا د دوو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ د رامنځته کولو په پار تر سره شوې ده.
تر دې وړاندې د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند په دې اړه د ازبکستان ادعا رد کړې وه.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلی و چې د افغانستان له لوری ویشتل شوی توغندی پر ترمذ سرحدی ښار لګېدلی خو مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.
ذبیح الله مجاهد وایی چې د دوی حکومت به د دې برید عاملان ونیسی او سزا به ورکړی.
نوموړی په دې اړه ازبکستان ته ډاډ ورکړی دی.
گهیځ