ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چنګاښ ۱۶مه او د جولای میاشتې ۷مه نېټه ده) افغانستان دفاع وزیر مولوی محمد یعقوب مجاهد په دوحه کې د قطر له امیر تمیم بن حمد ال ثانی سره وکتل.
د افغانستان د ملی دفاع وزارت وایی، چې مولوی محمد یعقوب مجاهد او ورسره مل پلاوی قطر ته د رسمی سفر په ترڅ له امیر شیخ تمیم به حمد آل ثانی او د یاد هیواد د دفاع وزیر ډاکتر خالد بن محمد العطیه سره په دیوان امیری کې لیدنه کړې ده.
مجاهد د قطر د حکومت په بلنه دغه هېواد ته تللی دی.
د ملی دفاع د وزارت د بیان له مخې په دې ناسته کې محمد یعقوب د افغانستان خلکو سره د قطر له مرستو مننه کړې او د یادو مرستو پر دوام یې تینګار کړی.
دغه راز د دواړو هېوادونو تر منځ پر دوستانه اړیکو او نورو مسایلو هم خبرې شوې دی.
گهیځ