ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چنګاښ ۱۶مه او د جولای میاشتې ۷مه نېټه ده) هشت صبح ورځپاڼې د سیمې د یو شمیر اوسیدونکو په حواله راپور ورکړی چې وسله والو کسانو د ا.ا پر امنیتی پوسته د دریو راکټونو په توغولو له هغوی سره نښته کړېده.
خو د ا.ا مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټ کې دغه ادعاوې رد کړی دی.
هغه څرګنده کړې:” د کابل په صه صدو پانزده فامیلی سیمه کې د خوارجو په یو پټنځای عملیات د دوه خوارجو په وژلو او د څلورو نورو په وژلو سره پای ته ورسیدل.”
یو شمیر رسنیو د بې نومه سرچینو په حواله راپور ورکړی چې افغان امنیتی ځواکونه په سیمه کې د اسلامی دولت یا داعش ډلې سره په نښته واوښتل او د ۳۱۵ ټوله سیمه د دولتی ځواکونو له خوا کلا بند شوې ده.
خو مجاهد زیاته کړې ده چې په دې علمیاتو کې د جنایتکارانو ګڼ شمیرې وسلې او وسایل له منځه وړل شوی دی.
گهیځ