ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۲۲مه او د جولای میاشتې ۱۳مه نېټه ده) د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وایی، د افغانستان په اړه د نړیوالې ناستې د دایرولو لپاره چمتووالی نیسی.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې رسمی ویبپاڼه کې لیکل شوی، چې تاشکند په دوو اوونیو کې د څه باندې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو موسسو استازی جرګه کوی چې په افغانستان کې د روان حالت په اړه خبرې وکړی.
د افغانستان د ا.ا حکومت هم تایید کړې، چې د بهرنیو چارو وزیر به یې په دې ناسته کې ګډون وکړی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد تېره شپه په دې اړه ویلی: “تېره میاشت د ازبکستان د ملی امنیت سلاکار عبدالعزیز کاملوف په کابل کې د ا.ا حکومت د رییس الوزراء له مرستیال ملاعبدالغنی ملابرادر سره په کتنه کې د دې غونډې په اړه خبرې کړې وې.”
د دې غونډې د اجنډا په اړه ډېر څه نه دی ویل شوی او دا هم لا څرګنده نه ده چې کوم هېوادونه به دې ناسته کې ګډون کوی.
گهیځ