د ملالې خیریه بنسټ لخوا پرانستی لیک؛ نړیوال دې د افغان نجونو د پرانستو لپاره را پورته شی

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د چنګاښ یا سرطان ۲۵مه او د جولای میاشتې ۱۶مه نېټه ده) ملالې فنډ خیریه بنسټ د افغان نجونو د پرانستو لپاره له نړیوالو د عمل کولو غوښتنه کړې.
د ملالې فنډ خیریه بنسټ پر نړۍ غږ کړی چې د نجونو ښوونځیو د پرانیستو په موخه دې د ا.ا په چارواکو ډیپلوماټیک فشارونه راوړل شی.
په هېواد کې د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو د ۳۰۰ ورځو د بشپړېدو په تړاو د ملالې فنډ خیریه بنسټ اندېښنه ښودلې او د نجونو پر مخ یې د ښوونځیو پر پرانیستو ټینګار کړی دی.
دغه بنسټ ویلی، په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومې ناستې څخه وړاندې د نړۍ له مشرانو غواړی چې د نجونو ښوونځیو د پرانیستو په هدف د ا.ا په چارواکو فشارونه راوړی، د افغانستان ښوونیز نظام څخه مالی ملاتړ وکړی او د خپلو حقونو د تر لاسه کولو په برخه کې د افغان ښځو ملاتړ ته راودانګی. په دغه لیک کې ټینګارشوی ، ددې لپاره چې دغه کار وشی نن باید د افغان نجونو د راتلونکی لپاره زړور او سمدستی اقدامات ترسره کړئ.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.